تازه‌ها

17 سپتامبر 2019

نجوا عالمی، خبرنگار افغان برنده جایزه پرانگر پرایز ۲۰۱۹

نجوا عالمی، خبرنگار افغان با آنکه در افغانستان با وضعیت ناآرامی که دارد، زندگی می‌کند، به عنوان گزارشگر شجاع در میان خبرنگاران دیگر افغان شناخته شد.

او در گزارش‌‌های که تهیه می‌کند، موضوعاتی چون مشکلات اجتماعی، فقر، اعتیاد و حقوق زنان را انتخاب می‌کند و تهیه این گزارش‌ها وقت، توانمندی و جراات زیاد را می‌خواهد.

در کشوری مثل افغانستان که عرف و عنعنات ناپسند مانع کار و فعالیت تعدادی از زنان شده است و زنان به ندرت می‌توانند در رسانه‌ها کار کنند و یا بدون یک مرد از اعضای خانواده شان، از منزل بیرون بروند، نجوا در پرده تلویزیونی با نام« زن » گویندگی و گزارش‌دهی می‌کند، روی همین موفقیت وی، شعبه سویدن سازمان  گزارشگران بدون مرز، نجوا عالمی را برای دریافت جایزه پرانگر پرایز نامزد کرده است.

نجوا عالمی موفق به دریافت جایزه پر انگر پرایز در برابر مبارزاتش در خصوص آزادی بیان و حقوق زنان شده است.

 

پرانگر پرایز، یک جایزه بین‌المللی مربوط به حکومت سویدن است که از سوی انجمن« تاریخ زنده » برای فعالیت در مورد حقوق بشر و دیموکراسی اهدا می‌شود.

 

خانم عالمی در این رابطه، می‌گوید: "من با کار و فعالیت در تلویزیونی، می‌خواهم به همه ثابت کنم که زنان افغان می‌توانند در نهادهای کار کنند که در جامعه‌ای سنتی افغانستان، گناه دانسته می‌شود».

او در ادامه بیان داشت که خبرنگاری کوتاه‌ترین راه برای رسیدن به زنان در سراسر افغانستان است و وی می‌تواند از این شغل به عنوان سکوی مبارزه برای حقوق زنان استفاده کند.

 

نجوا عالمی، ۲۵ ساله است و در حال حاضر به عنوان گزارشگر در شبکه تلویزیونی« زن » کار می‌کند با تهدیدهایی نیز مواجه شده، حتا مورد حمله مسلحانه نیز قرار گرفته است، مگر این حوادث مانع کار او نگردیده برعکس نجوا با شجاعت و شهامت بیشتر، وضعیت حقوق زنان را به وسیله گزارشات جامع‌اش با مردم شریک کرده است.

 

اینگرید لومفورس، رییس انجمن« تاریخ زنده» و مدیر داوران جایزه پر انگر پرایز در مورد خانم عالمی، می‌گوید: " نجوا عالمی نمونه‌ای از الهام و امید برای نسل جوان در افغانستان است».

خانم عالمی در رابطه به دریافت جایزه‌اش، گفت:« با گرفتن این جایزه، بیشتر متقاعد شدم که راه درستی را انتخاب کرده‌ام و باید به کارم ادامه دهم حتا بیشتر از گذشته کار کنم».

 

سازمان گزارشگران بدون مرز در سال ۲۰۱۷ میلادی، نخستین مرکز حمایت از خبرنگاران زن افغان را در افغانستان تحت نام « مرکز حمایت از زنان ژورنالیست در افغانستان» افتتاح کرد که این نهاد از کارمندان زن در رسانه‌های افغان حمایت می‌کند.

اریک هالکار، رییس گزارشگران بدون مرز سویدن می‌گوید:« وجود خبرنگارانی مانند نجوا در جهت روشن کردن نقض آزادی بیان و حقوق زنان، نیاز خیلی مبرم است».

 

قرار است خانم عالمی، جایزه پر انگر پرایز را در تاریخ هفدهم اکتوبر و طی مراسمی در تالار بزرگ گوتا لجون در شهر استکهلم پایتخت سویدن دریافت کند و خانم آماندا لیند، وزیر فرهنگ و دیموکراسی سویدن این جایزه را به خانم عالمی تقدیم نمایید.

 

جایزه پر انگر پرایز، از سوی حکومت سویدن برای فعالان حقوق زن و دیموکراسی اهدا می‌شود. این جایزه برای اولین بار در سال 2004 میلادی اهدا شد و هدف از آن گرامی‌داشت از پر انگر‌ پرایز، دیپلوماتی بود که به خاطر کارهای بزرگش در جریان جنگ دوم جهانی انجام داد.

 

برای معلومات بیشتر با این نشانی‌ها به تماس شوید:

دفتر مطبوعاتی انجمن تاریخ زنده: +46 70 259 38 19 و یا ایمیل  [email protected]

آنا ویدمارک، مدیر گزارشگران بدون مرز سویدن: +46 72 308 05 23 یا ایمیل [email protected] معلومات بیشتر در باره جایزه پر انگر پرایز در وبگاه www.livinghistory.se  و یا دفتر گزارشگران بدون مرز در افغانستان



------------------


 

د سویډن برخې بې پولې خبریالانو، نجوا عالمي د پر انګرپرایز جایزې ته نومانده کړه

 

 

نجوا عالمي افغان خبریاله، په افغانستان کې سربیره پر دې چې ژوند یې له خطر سره مخ دی ، د ښځو او نارینه وو په وړاندې د سنتي لیدلوري په وړاندې مبارزه کوي.

 

په داسې هېواد کې چې ښځې پرته د نارینه له ملتیا ، له کور څخه د وتلو کمه اجازه لري ، نجوا د یوې ټلویزیوني خبریالې په توګه د زن ټلویزیون پر پرده راڅرګندیږي.

 

د سویډن برخې بې پولې خبریالانو، نجوا عالمي د پر انګرپرایز جایزې ته نومانده کړه. هغه د بیان آزادۍ او ښځو د حقونو په لار کې د مبارزې په خاطر د دغې جایزې په تر لاسه کولو بریالۍ شوه.

پر انګرپرایز د سویډن هېواد پورې اړوند یوه نړیواله جایزه ده چې د (انجمن تاریخ زنده )لخوا د بشر حقونو او دموکراسۍ اړوند فعالیتونو ته ورکول کیږي.

 

میرمن عالمي په دې اړه وویل:" ما درک کړې چې خبریالي د ټول افغانستان ښځو ته د رسیدو لنډه لار ده او زه کولی شم د دغه دندې له لارې د مبارزې د لوړ برج په توګه د ښځو د حقونو د مبارزې لپاره ترینه استفاده وکړم."

 

نجوا عالمي ۲۵ کلنه ده او په اوس وخت کې د خبریالې په توګه په زن ټلویزیون کې دنده ترسره کوي. میرمن عالمې د یوې زړورې خبریالې په توګه د خپلو همکارانو په منځ کې پیژندل شوې او د خپلو راپورونو لپاره ټولنیزې ستونزې، اعتیاد او د ښځو حقونو په هکله موضوعات ټاکي چې نورې خبریالانې یې په هکله له کار کولو ډډه کوي.

 

نجوا عالمي د خبریالۍ په جرم له ګواښونو او حتا وسلوال برید سره هم مخامخ شوې ده. خو دا پیښې یې هېڅکله د کار په وړاندې خنډ نه دي شوې او هغې تر پخوا هم ډیر په میړانه او پوره زړورتیا د ښځو د حقونو وضعیت له خلکو سره شریک کړی. اینګریدلومفورس ، د ( انجمن تاریخ زنده ) رییس او د پر انګرپرایز جایزې د مدیرانو چلوونکی د میرمن عالمي په هکله وایي :" نجوا عالمي په افغانستان کې د ځوان نسل لپاره د الهام او هیلې یوه بیلګه ده."

په افغانستان کې د ښځو په وضعیت کې د ښه والي راتګ په ورو روان دی. په داسې حال کې چې ښځې له تاوتریخوالي او توپیریز چلند څخه ځوریږي . یو شمير ښځې د ټولنې له هغو وګړو څخه شمیرل کیږي چې دندې لري.

میرمن عالمي د ترلاسه شوې جایزې په هکله وویل:" د دغې جایزې په تر لاسه کولو په دې باوري شوم چې سمه لاره مې ټاکلې ده او باید خپل کار ته ادامه ورکړم او حتا ډیر کار او هڅه وکړم."

نجوا عالمي د سویډن هېواد ، د بې پولې خبریالانو لخوا د پر انګرپرایز جایزې لپاره نومانده  شوه.

د بې پولې خبریالانو سازمان په ۲۰۱۷ میلادي کال ، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ لومړنی مرکز، د افغان ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ کمیټې په نوم پرانیست چې دا بنسټ په افغان رسنیو کې له ښځینه خبریالانو ملاتړ کوي.

اریک هالکر ، د سویدن  د بې پولې خبریالانو رییس وایي:" د نجوا عالمي په شان خبریالانو شتون د بیا آزادۍ او د ښځو د حقونو په نقض مواردو کې مهمه اړتیا ده."

په پام کې ده ، چې میرمن عالمي د پر انګرپرایز جایزه د اکتوبر په اوولسم تاریخ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سویدن په پایتخت ستکهلم کې د ګوتالجون په ستر تالار کې د سویډن د اطلاعات او فرهنګ او دموکراسۍ  وزیرې میرمن آماندا لیند ، لخوا تر لاسه کړي.

د پر انګرپرایز جایزه د سویډن حکومت لخوا د ښځو د حقونو او دموکراسۍ  فعالانو ته ورکول کیږي. دا جایزه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ میلادي کې ورکړل شوه او موخه یې له ډیپلوماټ پر انګر څخه د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د هغه د سترو کارونو ستاینه وه . 

د (انجمن تاریخ زنده) د سویډن حکومت په استازولۍ هر کال دا جایزه ورکوي .

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له دغه نښې سره په اړیکه کې شئ :

د انجمن تاریخ زنده مطبوعاتي دفتر : +46 70 259 38 19 او یا ایمیل: [email protected]

آنا ویدمارک، د سویډن د بې پولې خبریالانو مدیر : +46 72 308 05 23 یا ایمیل [email protected]


د پر انګرپرایز جایزې د لا زیاتو معلوماتو لپاره  په ویب کې : www.livinghistory.se او یا په افغانستان کې د بې پولې خبریالانو دفتر: www.rsf.org/en/afghanistan د لارسرسۍ وړ دی.